د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، تېر کال یې نږدې ۳۰ زره ښځو ته د فعالیت جوازونه ورکړي دي. د یاد وزارت د ویاند په خبره، دغه ښځې دمګړۍ په دولتي او خصوصي ادارو کې په بېلابېلو برخو کې کار کوي. ورته مهال، د سوداګرۍ او پانګونې خونه بیا په بېلابېلو برخو کې د ښځو فعالیت د کورنۍ د اقتصاد د ودې او د ګټورو کاري فرصتونو د برابرېدو په برخه کې ګټور بولي او په هېواد کې د ښځینه متشبثینو پر ملاتړ ټینګار کوي. د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې د معلوماتو له مخې، دا مهال څه باندې نهه زره ښځې د کرنې، روغتیا، مالدارۍ، لاسي صنایعو او غالۍ اوبدلو په برخو کې د جواز په لرلو سره فعالیت کوي.












