په کندهار او هلمند ولایتونو کې د تالندې لوېدو پېښه کې دوه تنه مړه شوي دي. د کندهار سیمه ییزو خلکو ویلي، چې د سپین بولدک په زاړه کلي کې پر یوه ځوان تالنده لوېدلې او مړ دی. په ورته پېښه کې بیا د هلمند په باباجي او ګرشک ولسوالیو کې د برېښنا او تالندې لوېدو له امله یو بل کس مړ او درې نور سوځېدلي دي. دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د ټرانسپورټ او هواييچلند د هوا پېژندنې ریاست ویلي و، د پنجشنبې او جمعې په ورځو کې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د واورې، باران او سېلابونو راوتلو اټکل شوی.
































