په پنجشېر ولایت کې سېلابونو خلکو ته ګڼ مالي زیانونه اړولي دي. د پنجشېر د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رييس وايي، په دغه ولايت کې د تېرې شپې سېلابونو له امله د استوګنې درې کورونه، يو سړک او د برېښنا د اوبو یو بند ويجاړ شوی دی. نوموړی زیاتوي، چې دغه کورونه د دغه ولایت په دره او حصه اول ولسوالیو کې او همدارنګه سړک او د برېښنا د اوبو بند د دغه ولایت په عنابه ولسوالۍ کې ويجاړ شوي دي.
































