د اوبو او انرژۍ وزارت د خبرداري له مخې د هریرود، هلمند شمال، کابل او پنج امو سیندیزو حوزو په شاوخوا سیمو کې مېشت خلک دې په راتلونکو درېیو ورځو کې د سیندونو څنډو ته له ورتګه ډډه وکړي. دغه وزارت نن پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د حمل میاشتې له ۲۷مې نېټې څخه تر ۲۹مې نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینو ځایونو کې د اوبو کچې د لوړېدو او سېلابونو راوتلو احتمال ډير دی. د اوبو او انرژۍ وزارت خبرداری ورکوي او وايي، چې د «کوشک و کشان، هرات، فراه، خاشرود، هلمند، ارغنداب، ترینکوټ، ترنک، غزني، پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر، کابل، مدان وردګ، غوربند، پنجشیر، لغمان، کنړ، نورستان، فاریاب، جوزجان، بلخ، سمنګان، بغلان، تخار او بدخشان سیندونو کې د سېلابونو د راوتلو احتمال ډیر دي. یاد وزارت وايي، د هوا پېژندنې ادارې د او نړېوالې هوا پېژندنې ادارو د وړاندوینو له مخې د هېواد په ځینو برخو کې د چټکو بارانونو او وارې ورېدو له امله د سېلابونو د راوتلو او ناڅاپي اورښتونو او سېلابونو راوتلو ډیر اټکل د هریرود، هلمند شمال، کابل او پنج امو په سیندیزو حوزو کې شوی دی.












