د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې د روانې وري میاشتې پر ۲۵مه او ۲۶مه نېټه ۱۰۳ تنه افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته راستانه شول. د یاد وزارت د معلوماتو له مخې دغه کسان په جبري ډول له پاکستانه ایستل شوي دي. د کډوالو چارو وزارت وايي، له پاکستانه په جبري ډول ستانه شوي افغان کډوال ۲۴ کورنۍ وې چې شمېر یې ۱۰۳ تنه و او د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شول. یاد وزارت ویلي له پاکستان څخه په جبري توګه راستانه شوي تازه افغان کډوال یې د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ ته ورپيژندلي دي.
































