د بې پولې ډاکترانو ټولنې ویلي د هغو افغانانو په اړه جدي اندېښنه لري چې له پاکستانه په زور ایستل کېږي. دې ټولنې ویلي ګڼ دا افغانان روغتیايي خدماتو څخه محرومه دي او له بیوزلۍ کړېږي. له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ستنولو په دویم پړاو کې چې د اپرېل له ۱۵ وروسته پیل شوی شاوخوا اته لکه کسان اغېزمنوي. دا هغه افغان کډوال دي چې په پاکستان کې ثبت او راجستر شوي او تر څنګ یې د افغان تابعیت اسناد کارتونه لري.
































