د ننګرهار، اروزګان، بدخشان او څو نورو ولایتونو د کډوالو چارو د ریاستونو او امریتونو د راپورونو له مخې وروستیو سېلابونو په یادو ولایتونو کې ګڼ مالي زیانونه او مرګ ژوبله اړولې ده. د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دغو سېلابونو له امله ۱۹ تنه مړه او ۱۰ نور ټپیان، ۹۶۳ کورونه ویجاړ، ۶۸۴ کورنۍ بې ځایه شوي، ۶۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه تخریب، ۱۲ کیلومټره سړک خراب او څه باندې ۲۰۰ څاروي تلف شوي دي.
































