د کونړ پيچ درې ولسوالۍ کې د جنازې د مراسمو پر مهال د دېوال چپه کېدو له امله ۲۱ تنه ټپيان دي. د کونړ د عامې روغتيا رياست وياند، اياز خان ساپی وايي، پېښه نن سهار لس بجې په بارکنډۍ کلي کې شوې ده. نوموړی وايي په ټپيانو کې د دوه تنو روغتيايي وضعیت نازک دی، چې د درملنې په موخه د ننګرهار حوزوي روغتون ته لېږدول شوي.












