حکومت دې په میدان وردګو ولایت کې د علي پور د وسله والو تحرکاتو مخنیوی وکړي. د میدان وردګو ولایت د ولایتي شورا غړي وايي چې د قومندان عليپور وسله والو ددغه ولایت په ځینو ولسوالیو کې تحرکات پيل کړي دي او د ثبات او همپالنې ټيم د مشرتابه امر ته منتظر دي. د میدان وردګو د ولایتي شورا غړي شریف الله هوتک سپوږمۍ راډیو ته وویل، دوی غواړي په دغه ولایت کې د ثبات او همپالنې ټیم په لارښونه والي او ولسوالان وګوماري او خلکو ته ګواښونه جوړ کړي. دده په خبره ددغه وسله والو شمېر د ۳ یا ۴ سوه کسانو ترمنځ دی چې دمګړی هم د عامو وګړو په ځورونه لګیا دي. شریف الله هوتک دغه راز وایي چې د عليپور وسله وال په سیمه کې له شرکتونو، حکومتي ادارو او نورو خلکو باج اخلي او د مسافرو د تګ راتګ لپاره یې سترې ستونزې جوړې کړې دي. نوموړي له مرکزي حکومت وغوښتل چې ددغه ډول خپلسرو وسلوالو پر وړاندې اقدام وکړي او دوی ته دې فعالیت د پراختیا اجازه نه ورکوي. قومندان عليپور څه موده وړاندې د عامو خلکو د وژنې او ځورونې په تور افغان ځواکونو ونیو خو د ولسمشر په غیاب کې د هغه دویم مرستیال سرور دانش بېرته ازاد کړ