د ترکیې ساحلي ساتونکي وايي چې ۴۰ افغان کډوال یې د ایوالیک ښار په ساحل کې نیولي دي. ترکي رسنیو راپور ورکړی دا کډوال، چې په یوه بېړۍ کې سپاره وو، له نیول کېدو وروسته په ایوالیک ښار کې د کډوالو د بېرته ستنېدو مرکز ته وسپارل شول. اکثره افغانان له ترکیې څخه یونان او نورو اروپايي هېوادونو ته ځي. په وروستیو کې د ترکیې پولیسو د غیرقانوني کډوالو نیونې ډېرې کړي دي.
































