د کندهار ښاروالۍ مسوولینو په دغه ولایت کې د ۷ فرعي سړکونو د جوړولو چارو د پیل خبر ورکړی دی. د کندهار ښاروالۍ ویاند سیف الله عاصم ویلي چې د نړیوال بانک په مالي ملاتړ او د یونپس موسسې له لوري د ښار په ۱۳مه ناحیه کې د ۸۶۴ مترو په اوږدوالي د ۷ فرعي سړکونو د رغولو چارې پيل شوې دي. په یاده پروژه کې ۱۱۰ کسانو لپاره د دوه نیمو میاشتو لپاره د کار زمینه برابره شي.










