پاکستان وايي له افغانستان سره په بېلو برخو کې د اړیکو پر پراختیا کار کوي. د پاکستان ولسمشر ډاکټر عارف علوي ویلي دوی هڅه کوي له افغانستان سره ښې اړیکې ولري. د نوموړي په خبره د عمران خان په مشرۍ حکومت تل هڅه کړې له ټولو ګاونډیو په تېره له افغانستان سره ښې اړیکې ولري. علوي زیاتوي پاکستان غواړي په بېلو برخو کې له افغانستان سره اړیکې پراخې کړې له همدې امله یې په دې وروستیو کې په سوداګریزه او ترانزیتي برخه کې ګڼې اسانتیاوې رامنځ ته کړې دي. هغه ویلي چې پاکستان د لا ډېرو اسانتیاوو او پرمختګونو لپاره هڅه کوي. د پاکستان ولسمشر داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې پاکستانی پوځ لا هم پر افغان خاوره بریدونه کوي او پاکستان په غیر قانوني توګه د افغانستان په ډېری برخو کې فرضي کرښې ته څېرمه تاسیسات جوړ کړي دي.
































