د لوګر ولایت د پوهنې ریاست اړوند یوې همکارې موسسې د ۳۶۲ سیمه ییزو ټولګیو له ۷۴۰۰ زدهکوونکو سره د درسي توکو مرسته وکړه. د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاه پور عرب سپوږمۍ راډیو ته وویل، چې دا درسي توکي د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف له خوا برابر شوي وو، پر زده کوونکو وویشل شول. په دغو درسي توکو کې هر زده کوونکي ته د کتابونو یو بیک، ۱۰ کتابچې، ۱۰ قلمونه، ۵ پنسلونه، یو قلم تراش او یو پنسل پاک ورکړل شوي دي.
































