د افغان ګاما شرکت مسوولین وايي، چې له نړیوالو بازارونو سره د افغانستان نښلول، د خواف- هرات د اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې د دویمې برخې چارې به ډېر ژر پیل شي. د یاد شرکت اجراییوي مدیر امیرحمزه ویلي چې د ۵۳ میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت د یادې پټلۍ د څلورمې قطعې دویمه برخه د ۴۷ کیلو مترو په اوږد والي جوړېږي چې چارې به یې په دوه نیمو کلونو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د دغې پټلۍ چارې په بشپړېدو سره به افغانستان د ایران له بندرونو او له هغې لارې ترکیې او اروپا سره ونښلول شي. د یادې پروژې په بشپړېدو سره به د افغانستان په فراه، نیمروز، هلمند، کندهار او نورو ولایتونو کې د اوسپنۍ پټلۍ د غځولو لپاره هم زمینه برابره شي.
































