د افغانستان بانک سرپرست، د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي او په کابل کې د ایران له سفیر حسن کاظمي قُمي سره کتلي. د افغانستان بانک په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو د سوداګریزو او بانکي همکاریو پر پراختیا خبرې شوې دي. د افغانستان بانک سرپرست، د هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او بانکي اړیکو پراختیا ارزښتناکه بللې او په دې برخه کې یې د افغانستان بانک له اړخه د قوانینو او مقرراتو په رڼا کې د پوره همکارۍ ژمنه کړې ده. هغه ويلي چې د هېوادونو ترمنځ د غوره بانکي اړیکو شتون د سوداګرو لپاره اړینې آسانتیاوې رامنځته کوي او د افغانستان بانک ژمن دی چې په هېواد کې په نړیوالو معیارونو د برابرو بانکي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره زمینه برابره کړي. په کابل کې د ایران سفیر هم د موضوع اړوند خبرې کړي او په ياده برخه کې يې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.