د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره (یونیسف) وايي چې اروپايي ټولنې په ځوارځواکۍ د ښځو او ماشومانو د اخته کېدو مخنیوي او درملنې او هم افغانستان کې د ناپاکو اوبو برخه کې د خدمتونو د ښه کېدو لپاره ۱۵ میلیونه یورو ځانګړې کړې دي. یونیسف نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د اروپايي ټولنې پر دغه نوي مالي ملاتړ به د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې یو ۲۷ میاشتنی پروګرام پلی کړي، چې په ترڅ کې به یې ۱.۷ میلیونه ماشومانو او میندو ته د تغذيې په برخه کې مرستې برابرې شي. د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي چې د دې سربېره به د دغې پروګرام له لارې ۸۰ زره کسانو ته د څښلو پاکې اوبه او ۲۰۶ تنو نورو ته د حفظ الصحې په برخه کې او شپږ زره نجونو ته به حرفوي زده کړې ورکړل شي. د دغې خبرپاڼې د معلوماتو له مخې دا پروژه د اروپايي ټولنې له خوا د افغان ماشومانو د ژوند د ښه کیدو په برخه کې د مخکیني ملاتړ په دوام ترسره کیږي.
































