د امریکا د ستراتيژيکو مطالعاتو د سیاسي او نظامي چارو کارپوه سېټ جونز وايي د افغانستان د سولې په برخه کې لوی خنډونه لرې کړل شوي دي خو ګڼې ستونزې لا هم د سولې پر لار شته دي. دده په خبره دا چې د سولې خبرې یوې پایلې ته ورسول شي اوږده موده غواړي، ځکه له یوې خوا به په دې پروسه کې بهرنۍ لاسوهنې وي او له بلې خوا ښايي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د نظر اوږد اختلاف هم موجود وي. نوموړی په نظامي لحاظ هم د امریکا له حکومت غواړي چې باید یو شمېر سرتېري یې په افغانستان کې حاضر وي او تل د افغان حکومت ملاتړ وکړي. دده په خبره ارو مرو به ددې اړتیا پېښېږي چې امریکایي عسکر د افغان حکومت د ملاتړ لپاره د ترهګرو ډلو پر وړاندې یا ان د طالبانو پر وړاندې جګړه وکړي، نو ځکه د ټولو سرتېرو ایستل خطرناک ګام دی.
































