په افغانستان کې د ترکیې سفارت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په افغانستان کې ۱،۲ میلیونه کسان د غالیو په تولید بوخت دي. دغه راز د یاد سفارت استازو د غالیو اوبدونکو او صادرونکو د اتحادیې له استازوسره په کتنه کې ویلي، چې په افغانستان کې له کرنې وروسته د غالیو د تولید په سکټور کې تر ټولو زیات کاري فرصتونه برابر شوي دي. یاد سفارت زیاته کړې ده، چې ۹۵ سلنه د غالیو محصولات بهر ته صادر شوي دي.په افغانستان کې د غالیو کار و بار له لسیزو راهيسې د افغانانو لپاره تر ټولو ښه عاید لرونکی کسب دی. که څه هم د افغانستان غالۍ د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې ډېر خوښوونکي لري؛ خو د دغه صنعت کاروباریان بیا د صادراتو په برخه کې له جدي ننګونو سرټکوي او وایي، چې د افغانستان غالۍ د پاکستان په نوم بهرنيو هېوادونو ته صادرېږي.
































