د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې له پاکستان او ایرانه د راستنېدونکو کډوالو لپاره یې چمتوالی نیولی او یوشمېر اړمن کډوال یې د ملګرو ملتونو د کډوالو نړۍوال سازمان دفتر ته هم ورپېژندلي دي. یاد وزارت ویلي، چې د غويي په لسمه د اسلام کلا له لارې ۲۳۶۸ تنه افغان کډوال له ایرانه په جبري توګه او خپله خوښه راستانه کړل شول. د کډوالو چارو وزارت وايي، په تازه راستنو کړل شویو کډوالو کې ۲۶ تنه بې سرپرسته ماشومان هم شامل وو. دغه وزارت ویلي، چې له ایرانه راستانه کړل شوي اړمن افغان کډوال یې د ملګرو ملتونو د کډوالو نړۍوال سازمان ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه ورپېژندلي دي. یاد وزارت وايي، په همدغه ورځ له دوه سوه څخه ډېر افغان کډوال له پاکستانه په جبري توګه راستانه کړل شول.
































