د ننګرهار د کرنې ریاست وایي، چې د دې ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې په څه باندې دوه زره او ۵۸۶ جریبه کرنیزه ځمکه د شفتالو بڼوڼه جوړ شوي، چې د اټکل له مخې به نږدې نهه زره ټنه حاصلات ورکړي. یاد ریاست زیاته کړې؛ چې دې ولایت کې د نويو بڼوڼو ثمر ته په رسېدو او ښې بڼوالۍ له امله د تېر په پرتله د تازه مېوو په ځانګړې ډول د شفتالو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
































