د سمنګان – بلخ پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې د رامنځته کېدو له امله ۵ تنه مړه شوي او ۲۱ نور ټپیان دي. د سمنګانو د ولايتي روغتون آمر سید عثمان حمیدي ویلي چې پرون د سمنګان _ بلخ پر لويه لاره د چیچېل په سیمه کې د ترافیکي پېښې د رامنځته کېدو له امله ٥ تنه مړه او ٢١ نور ټپيان شوي دي. حمیدي د یو شمېر ټپیانو وضعیت د اندېښنې وړ بللی چې د درملنې په موخه د بلخ حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي. د ټکر لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي بلل شوې ده.
































