د بامیانو امنیتي مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په کهمرد او سیغان ولسوالیو کې د دوو ترافیکي پېښو له امله یو ماشوم مړ شوی او ۱۲ تنه نور ټپيان دي. د بامیانو د امنیې قومندانۍ ویاند ویلي، چې پرون د سیغان ولسوالۍ په سوخته چنار سیمه کې د دوه فلانکوچ ډوله موټرو د ټکر له امله ۱۲ تنه ټپیان شوي. نوموړی دغه راز وايي، په کهمرد ولسوالۍ کې یوه باروړونکي موټر بیا یو ماشوم وهلی او مړ شوی دی. د پېښې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي.
































