د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال په کابل کې د روسیې له سفیر دیمیتري ژیرنوف سره کتلي. په دې کتنه کې د روسیې سفیر ویلي، چې روسیه په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو ده. نوموړي زیاته کړه، چې د سرپرست حکومت او روسیې د دوه اړخیزو همکاریو او تعامل پراختیا کولی شي د سیمې د ثبات او د افغانستان له اقتصادي پیاوړتیا سره مرسته وکړي. د روسیې سفیر دغه راز د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال ته د تاتارستان په کازان کې په جوړېدونکې نړیواله ناسته کې د ګډون بلنه ورکړه او وايي، د سرپرست حکومت او روسیې همکارۍ او تعامل د سیمې له ثبات سره مرسته کوي. په دې لیدنه کې د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي مهمې او دوستانه وبللې او له روسي پانګوالو یې وغوښتل چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
































