د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف ګډ لوړپوړي پلاوي سره په کتنه کې په افغانستان کې د پولیو ضد پرهڅو، د افغانستان او سیمې ترمنځ د روغتیا په اړه خبرې کړې دي. نوموړي له پاکستان سره د روغتیا ډیالوګ په برخه کې ګډ کار ته چمتووالی ښودلی او ویلي یې دي، چې روغتیا، زده کړې، اقتصاد او بشري مرستو مسایل دې سیاست سره نه تړل کېږي. سرپرست وزیر ویلي، د پولیو پر ضد مبارزه د سرپرست حکومت لومړیتوب ده. په خبره یې، د پولیو مسئله په بشپړ ډول بشري ده او له سیاست سره دې تړاو نه ورکول کېږي. نوموړي ټینګارکړی، چې ملګري ملتونه باید د روغتیا نړیوال سازمان کې د افغانستان استازی ومني، تر څو مرسته وکړي، چې نړېوال د افغانستان د روغتیا په برخه کې ریښتینی انځور ترلاسه کړي. په دې کتنه کې د روغتیا نړیوال سازمان استازې ډاکټرې حنان بلخي ویلي، پر داسې یوې طرحې کار کوي، چې د افغانستان او پاکستان حکومتونو ترمنځ د روغتیا ډیالوګ ته زمینه برابره کړي.












