د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي په تېر یوه کال کې د یو میلیون او ۳۰۰ زره کډوالو له ایستلو خبر ورکړی دی. د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې هغه زیاته کړې چې د ایران خاورې ته د ناقانونه وګړو د ورننوتلو د مخنیوي په موخه باید د دغې موضوع اړوند قوانین اصلاح شي. دا په داسې حال کې ده چې په ایران کې مېشت ډېری کډوال، افغانان دي.
































