د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر د ټاپي پروژې له اجرایوي رییس او کابل کې د ترکمنستان له سفیر سره په لیدنه کې د ټاپي پروژې د پرمختګونو او نورو مهمو موضوعاتو په تړاو خبرې کړې دي.په دې لیدنه کې شهابالدین دلاور ویلي، چې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د سیاسي، اقتصادي او امنیتي اړیکو پراختیا د سرپرست حکومت له لومړیتوبو څخه ده او افغانستان کې ټاپي پروژې د تطیبق پر وړاندې هېڅ خنډ نه شته. دغه راز د دې پروژې د ټولو اړخونو د ښې همغږۍ په موخه د کاري ډلې په جوړېدو هوکړه شوې ده.
































