د کندهار د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې سږکال تر دې مهاله له دې ولایت څخه ۲زره کیلوګرامه شات عربي متحده امارتو ته صادر شوي دي. د کرنې ریاست داسې مهال دغه خبر ورکوي، چې تېر کال په دغه ولایت کې ټولټال ۵۰ زره کیلو ګرامه شات راټول شوي، خو د خرڅلاو لپاره تازه بازار ته عرضه شوي، چې پاکستان، سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو ته به ډېر صادرات وشي. په ورته وخت کې د شاتو راټولونکي او پلورونکي وايي، چې د شاتو بېلابېل ډولونه پلوري، چې ځينې د ښه رنګ او خوند په درلودولو سره د ښه بازار او لوړ قیمت درلودونکي دي.











