د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي، چې له افغانستان څخه سعودي عربستان ته د حاجیانو د لېږد بهیر پیل شو. د یاد وزارت په وینا، په لومړنۍ الوتنه کې له افغانستان څخه شاوخوا ۲۳۰ حاجیان مدینې منورې ته ولېږدول شول. د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزیر نورمحمد ثاقب د افغان حاجیانو د لومړي کاروان د لېږد په مراسمو کې ویلي، چې سږکال حاجیانو ته د ښه خدمتونو ترسراوي په موخه د کاري کمېټو کارکوونکي تر نورو کلونو مخکې مدینې منورې ته لیږل شوي دي.
































