چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home پوهنتون

امام محمد شیباني د لوړو زده کړو خصوصي موسسه

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اگست 16, 2020
in پوهنتون
0
امام محمد شیباني د لوړو زده کړو خصوصي موسسه
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

حمیدالله حمیدي

امام محمد شیباني د لوړو زده کړو خصوصي موسسې په لوړو زده کړو وزارت کې تر ثبت او راجستر وروسته، په ۱۳۹۵ کال کې په کندوز ولایت کې د دوو پوهنځیو (شرعیاتو او ښوونې او روزنې) په درلودلو سره په فعالیت پیل وکړ. د امام محمد شیباني د لوړو زده کړو موسسې رییس ښاغلی عبدالله ابراهیمي وایي، موسسه یې له هماغه لومړي سره بیا تر اوسه پورې همدا دوه پوهنځي لري. د امام محمد شیباني د لوړو زده کړو خصوصي موسسې د شرعیاتو پوهنځي دوه ډېپارټمنټونه (فقه او قانون او تعلیمات اسلامي) او د ښوونې او روزنې پوهنځی یې بیا د (بیالوژي، ریاضي، فزیک او کیمیا) ډېپارټمنټونه لري، چې ټول فعال او عملاً محصلین پکې پر زده کړو بوخت دي.

You might also like

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

اسیا د لوړو زده کړو موسسه

جامي پوهنتون

په امام محمد شیباني د لوړو زده کړو خصوصي موسسه کې اوسمهال د ۷۰۰ په شاوخوا کې محصلین پر زده کړو بوخت دي، چې له ډلې یې پنځوس سلنه ښځینه او پنځوس سلنه نارینه محصلین دي. ښاغلی عبدالله ابراهیمي وایي، چې له خپلو دواړو پوهنځیو څخه یې تر اوسه پورې درې دورې محصلین د لېسانس په کچه فارغ کړي او ټولنې ته یې د خدمت په موخه وړاندې کړي دي. دی وایي، دا چې تر ډېره په کندوز ولایت کې مسلکي ښوونکي کم دي، نو دوی د شرعیاتو پوهنځي تر څنګ له ښوونې او روزنې پوهنځي درې دورې محصلین په څلورو برخو کې د مسلکي ښوونکو په توګه ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي، چې ډېری یې خپله په کندوز او د هېواد په نورو ولایتونو کې د ښوونکو په توګه دنده تر سره کوي. دا چې امام محمد شیباني د لوړو زده کړو موسسې تر اوسه پورې پوهنتون ته ارتقاع نه ده کړې او د پوهنځیو شمېر یې کم دی، نو تر اوسه پورې د ماسټرۍ کوم پروګرام هم نه لري.

د امام محمد شیباني د لوړو زده کړو خصوصي موسسې رییس ښاغلی عبدالله ابراهیمي وایي، چې هر کال یې د نویو محصلینو د جذب شمېرې توپیر کوي او دغه څه تر ډېره د هېواد بیا په ځانګړي توګه د کندوز ولایت په امنیتي او اقتصادي وضعیت پورې تړلې خبره ده. خو وایي، دا چې خصوصي پوهنتونونه په کال کې دوه ځله د کانکور ازموینه اخلي، نو ویلای شي چې له ۲۰۰ نیولې تر ۳۰۰ کسانو پورې په کلني ډول جذبوي. دی وایي، د جذب وړتیا یې تر دې ډېره ده، نو دا چې د پوهنځيو شمېر یې کم دی، نو دې ټکي ته په کتو یې د نویو محصلینو جذب هم ټیټ دی. ښاغلی ابراهیمي وایي چې غواړي په راتلونکې کې درې نور پوهنځي هم جوړ کړي.

امام محمد شیباني د لوړو زده کړو موسسې اداره د نارینه محصلینو لپاره پنځوس او د ښځینه محصلینو لپاره بیا شپېته سلنه تخفیف ورکوي. د لوړو زده کړو د دې موسسې مشر وایي، دوی په هر سمیسټر کې د دېرشو کسانو لپاره چې اقتصادي وضعیت یې ښه نه وي، وړیا بورسیې ورکوي. د دې تر څنګ که څوک ورته مراجعه وکړي او په رښتیا یې هم اقتصادي وضعیت په هغه کچه نه وي چې وکولای شي لوړې زده کړې وکړي، نو دوی یې اقتصادي وضعیت ارزوي او تر هغه وروسته ورته په دې موسسه کې د زده کړو زمینه برابروي. د لوړو زده کړو په دې موسسه کې د ورځې په یو وخت کې چې د سهار له اتو پیلېږي او د ماسپښین تر دوو بجو پورې دوام کوي، تدریس کېږي. ښاغلی ابراهیمي وایي، دوی په دې درسي وخت کې دمه هم لري، نو ځکه تر دوو بجو پورې یې درسي وخت اوږدېږي.

دا چې کتابتون په ښوونځي او پوهنتون کې یوه ضروري اړتیا بلل کېږي، نو د لوړو زده کړو په دې موسسه کې د محصلینو او استادانو لپاره یو مجهز کتابتون هم په پام کې نیول شوی دی، چې د ۱۲ زره په شاوخوا کې بېلابېل کتابونه لري. ښاغلی عبدالله ابراهیمي وایي چې د دواړو پوهنځیو د ډېپارټمنټونو اړوند ټول کتابونه یې د محصلینو او استادانو په واک کې ورکړي دي، څو وکولای شي له دې کتابونو څخه د خپلې مطالعې او څېړنې لپاره ګټه واخلي. دی وایي، هڅه به یې دا وي چې چې ورځ تر بلې دغه کتابتون غني کړي او په نړۍ او هېواد کې نوي چاپ شوي کتابونه هم ور زیات کړي.

دا چې امام محمد شیباني د لوړو زده موسسې د تاسیس دومره موده نه کېږي، نو په کور د ننه او بهر هم تر اوسه پورې له کوم پوهنتون سره د علمي اړیکو هوکړې نه لري. د لوړو زده کړو د دې موسسې رییس وایي، تازه یې هڅې پیل کړې دي، چې د کندوز ولایت په ګاونډ کې له پرتو دوو ګاونډهېوادونو تاجکستان او ازبکستان له مشهورو پوهنتونونو سره ځینې هوکړې لاسلیک کړي، څو خپل ځینې استادان او محصلین دغو پوهنتونونو ته د ماسټرۍ اخیستو لپاره ور واستوي. نوموړی وایي چې په کور د ننه له ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو سره نیکې اړیکې لري، خو تر اوسه پورې یې له کوم پوهنتون سره په رسمي ډول د علمي اړیکو کومه هوکړه نه ده لاسلیک کړې، خو هڅه به وکړي چې د هېواد له مشهورو دولتي او خصوصي پوهنتونونو سره هوکړې ولري او له تجربو یې ګټه واخلي.

د لوړو زده کړو له دې موسسې څخه تر اوسه پورې ټولو فارغ شویو محصلینو ته د لوړو زده کړو وزارت په تاییدۍ د فراغت سندونه ویشل شوي دي. ښاغلی عبدالله ابراهیمي وایي، هغو محصلینو چې د زده کړو تر تمامېدو وروسته یې خپل مونوګرافونه دفاع کړي دي، دوی ورته د لوړو زده کړو وزارت په تاییدۍ د فراغت سندونه او ډیپلومونه ورکړي دي، څو وکولای شي له خپلو تحصیلي سندونو څخه د دندې پیدا کولو او یا نورو برخو کې ګټه واخلي. دی وایي چې همدا تېره میاشت یې نږدې ۷۰ فارغ شویو محصلینو ته ډیپلومونه وسپارل او د اسنادو په ورکړه کې تر اوسه پورې له کومې ستونزې سره نه دي مخ شوي او نه یې هم فارغ شویو محصلینو په دې برخه کې شکایت کړی دی.

د امام محمد شیباني د لوړو زده کړو خصوصي موسسې اداره وایي، هڅه یې کړې ده چې د محصلینو د وړتیاوو لوړولو او تجربو تر لاسه کولو لپاره خپل ټول امکانات په کار واچوي. ښاغلی ابراهیمي وایي، لنډمهاله کورسونه، علمي سمینارونه، ورکشاپونه، کتابتون، لابراتوار، کمپیوټر لب او دې ته ورته نور هغه امکانات دي چې دوی د خپلو محصلینو په واک کې ورکړي دي. د نویو پوهنځيو تاسیس، له موسسې څخه پوهنتون ته ارتقاع کول او د ماسټرۍ پروګرام پیلول د امام محمد شیباني د لوړو زده کړو موسسې د ادارې په راتلونکو پلانونو کې دي.

ښاغلی عبدالله ابراهیمي له لوړو زده کړو وزارت څخه غواړي چې له خصوصي پوهنتونونو سره خپله همکاري ډېره کړي. دی وایي چې دوی سل زړونه سره یو ځای کړي او د کندوز ولایت په څېره یوه ناامنه ولایت کې یې پانګونه کړې ده، خو لوړو زده کړو وزارت هغسې چې لازمه ده همکاري نه کوي او ډېر کوچني شیان ورته سختوي. له لوړو زده کړو وزارت او په تېره بیا له مالیې وزارت څخه د ډېری خصوصي پوهنتونونو یوازینۍ غوښتنه دا وي، چې مالیې وزارت ترې په ډېره لوړه کچه مالیه اخلي، چې دغه کار د دوی د پرمختګ مخه نیسي. دوی وایي چې مالیې وزارت دې خصوصي پوهنتونونو ته د یوه سوداګریز مرکز په سترګه نه ګوري، بلکې د یوه اکاډمیک مرکز په سترګه دې ورته وګوري، ځکه دوی د څه ناڅه ګټې تر څنګ افغان ځوانان روزي او د زده کړو په ګاڼه یې سمبالوي. نو لازمه ده چې افغان حکومت خصوصي پوهنتونونو ته ټول هغه امکانات برابر کړي، چې دولتي پوهنتونونو ته برابر شوي دي.

خصوصي پوهنتونونه د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ او د دې وزارت له قانون او مقرراتو سره سم فعالیت کوي، چې په زرګونو افغان ځوانانو ته یې د لوړو زده کړو زمینه برابره کړې ده. دا چې هر کال په یو زیات شمېر کسان له دوولسمو ټولګیو څخه فارغېږي او لوړو زده کړو وزارت نه شي کولای چې دغه ټول کسان په دولتي پوهنتونونو کې جذب کړي، نو خصوصي پوهنتونونه ورته یو زرین چانس دي، څو وکولای شي لوړې زده کړې وکړي، خو خصوصي پوهنتونونه بیا ډېر کله له لوړو زده کړو وزارت سر ټکوي چې له دوی سره د مور او میرې چلن کوي.

Previous Post

د ګوګل پیاوړې کامرې لرونکی موبایل

Next Post

افغانستان انلایز: جګړه نه ده کمه شوې، یوازې د تلفاتو معلومات نه خپرېږي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
اگست 8, 2021
اسیا د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

اسیا د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
اگست 1, 2021
جامي پوهنتون
پوهنتون

جامي پوهنتون

by Spogmai Radio
جولای 11, 2021
علامه د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

علامه د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جولای 4, 2021
اهل بیت د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

اهل بیت د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جون 27, 2021
Next Post
افغانستان انلایز: جګړه نه ده کمه شوې، یوازې د تلفاتو معلومات نه خپرېږي

افغانستان انلایز: جګړه نه ده کمه شوې، یوازې د تلفاتو معلومات نه خپرېږي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

چین به د سپوږمۍ دوه اکتشافي سپوږمکۍ وتوغوي

فبروري 4, 2024
توني موریسون

توني موریسون

مارچ 30, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved