د بدخشان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت په ۸ ولسوالیو کې سېلابونو خلکو ته د مالي زیانونو ترڅنګ مرګ ژوبله هم اړولې ده. د یاد ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس مولوي محمد اکرم اکبري وايي، چې په تشکان، شهربزرګ، تګاب، کشم، درایم، وردوج، یاوان او کوهستان ولسوالیو کې د سختو بارانونو او سېلابونو د راوتلو له امله ۵ تنه مړه او دوه نور لادرکه شوي او زیاتې کروندې یې وېجاړې کړي دي.











