د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې ویلي چې د روان کال تر پایه به د افغانستان د ټولو لویو هوایي ډګرونو د کنټرول او تنظیم مسوولیت افغان حکومت ته وسپارل شي. ددغه ادارې مشر محمد قاسم وفايي زاده وایي تر اوسه د برجونو او هوايي ډګرونو نور کنټرول د ناټو په لاس کې دی. دده په وینا ټاکل شوې چې د روان کال تر پایه دا مسوولیت افغان حکومت ته وسپارل شي خو د ظرفیتونو د نه موجودیت له امله دې مسئلې اندېښنې پارولې دي. ټاکل شوې وه چې ان په ۲۰۱۴ کال کې هوايي ډګرونه افغان حکومت ته وسپارل شي، خو د ستونزو له امله دا پرېکړه وځنډول شوه. دمګړی د افغانستان د هوایي حریم تنظیم او کنټرول د افغان حکومت په لاس کې دی خو هوايي ډګرونه د ناټو له لوري کنټرولېږي. ټاکل شوې چې په لومړۍ مرحله کې د ننګرهار او کندهار هوايي ډګرونه افغان حکومت ته وسپارل شي.