چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د بین الافغاني خبرو ځنډول د زغم وړ نه دي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اگست 16, 2020
in تبصرې
0
د بین الافغاني خبرو ځنډول د زغم وړ نه دي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د سولې د مشورتي لویې جرګې له پرېکړې وروسته تمه وه چې حکومت به ژر د جرګې پرېکړه ومني، بندیان به خوشې کړي او له ژمنې سره سم به په یوه اونۍ کې بین الافغاني خبرې پیل شي. دا دی یوه اونۍ پوره کېږي، خو نه یوازې دا چې د سولې خبرې پیل نه شوې، بلکې د بندیانو د خوشې کولو په تړاو د جرګې پرېکړه هم عملي نه شوه. له دې سره داسې وېره ده چې ښايي د بین الافغاني خبرو پیل لا نور هم وځنډیږي او ورسره جګړه وغځیږي.

جرګې ته وویل شول چې د طالبانو خوشې کېدونکي بندیان خطرناک دي، خو خوشې کول یې د بین الافغاني خبرو د پیل سبب کېږي، چې له همدې امله جرګې یې خوشې کول ومنل. اوس حکومت یوازې ۸۰ بندیان خوشې کړې دي او نور همداسې پاتې دي. اشرف غني کله وايي چې دا بندیان خطرناک دي او د نړۍ او افغانستان امنیت ګواښي او کله هم نورې پلمې کوي. ارګ د دې لپاره چې د خبرو پیل وځنډوي، نوې پلمې جوړوي. اوس که ارګ دا بندیان نه خوشې کوي او یا یې د خوشې کولو لپاره شرایط لري، نو بیا د جرګې رابلل، لګښت او د ولس رایه څه مانا لري!؟ له بده مرغه دوی د ولس په رایه او جرګه هم ملنډې وهي او کله چې جرګه د دوی د تمایل خلاف پرېکړه کوي، نو بیا یې په عملي کولو کې خنډ او ځنډ پیدا کوي.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

د بندیانو د خوشې کولو په اړه د ارګ دریځ او کړنې په عملي ډول د بین الافغاني خبرو پیل ځنډولی دی. د بین الافغاني خبرو ځنډ د جګړې او افغان ‌وژنې د دوام او د سولې د مخالفت په مانا دی. ارګ چې د دې ځنډ لپاره کوم دلایل تراشي، هغه نه معقول دي او نه هم سم. له همدې امله د جګړې او ټولو وژنو پړه یې پر غاړه ده او په دې تړاو به له چارواکو سره حتمي حساب کېږي.

دا سمه ده چې په ځینو مسایلو کې طالبان هم پړه دي، دریځ یې سخت دی، خو معلوم دی او واضح دریځ لري. حکومت له بده مرغه بیا بیا خپل دریځ بدلوي، سرې کرښې باسي او بیا یې ړنګوي. ګډوډې او متضادې خبرې کوي او واضح دریځ نه لري. که حکومت واضح دریځ ولري او له خپله اړخه د سولې په برخه کې ګامونه واخلي، نو بیا که طالبانو مخالفت کاوه او ستونزه یې جوړوله، نو مسوولیت به یې پر غاړه وي او خلک به پرې فشار راوړي. اوس خو له بده مرغه حکومت خپله دنده نه ترسره کوي، ستونزې او خنډونه جوړوي او واضح ښکاریږي چې د سولې د بین الافغاني خبرو د پیل پر وړاندې خنډونه جوړوي.

ولس د سولې مخالفت او د بین الافغاني خبرو ځنډ نه شي زغملی. له همدې امله دواړه اړخونه او په ځانګړي ډول حکومت باید دا درک کړي. که دا حالت دوام وکړي، ولس به مجبور شي چې یو ګام واخلي او د هغوی پر ضد ودریږي چې د سولې مخالفت کوي او د خبرو د پیل او بریا پر وړاندې خنډونه جوړوي.

Previous Post

د هوايي ډګرونو مسوولیت افغان حکومت ته لېږدول کېږي

Next Post

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
لاریون کوونکي: پر حکومت د معاملې شک لرو، پخپله د پاکستان اغزن سیم ټولوو

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

هرات؛ راستنو شویو هېوادوالو ته د ځمکو د وېش لړۍ پیل شوې ده

هرات؛ راستنو شویو هېوادوالو ته د ځمکو د وېش لړۍ پیل شوې ده

نوومبر 2, 2025
د کابل – کندهار پر لاره د ترافيکي پېښې له امله ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کابل – کندهار پر لاره د ترافيکي پېښې له امله ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

اگست 6, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved