د بغلان د والي وياند علم مجیدي وايي، چې په دغه ولايت کې د وروستیو سېلابونو له امله د مړو شمېر ١٥٤ او د ټپيانو شمېر تر ٢٥٠ تنو رسېدلى دى. د هغه په وينا، د سېلابونو له امله څه باندې شل زره جريبه کرنيزه ځمکه او څلور زره کورونه په بشپړه توګه ويجاړ شوي دي. مجیدي زیاتوي چې تر اوسه دغه ارقام وروستي نه دي او احتمال شته چې دا شمېرې زیاتې شي.
































