د ننګرهار کانال شرکت چارواکي وايي، چې د یاد کانال په بېلابېلو سیمو کې نږدې پر ۲۰ جریبه ځمکه د مالټو بڼونه جوړ شوي دي. د ننګرهار کانال شرکت رییس غلام الرحمن کظیم وايي، چې د ننګرهار کانال شرکت د مالټې سږني حاصلات به د تېر کال په پرتله ډېر وي، په داسې حال کې چې تېرکال د یاد کانال د مالټو حاصلات ۳ زره او ۲۰۰ مټریک ټنه ښودل شوې وه. کظیم د دې کانال د مالټو د ډېرښت لاملونه د نوي بڼونو حاصل ته رسېدل او د مالټو بڼونو ښه پالنه یادوي.
































