د اوبو او انرژۍ وزارت خبرداری ورکړی چې د هېواد په سیندیزو حوزو کې د اوبو کچه لوړیږي او د سېلابونو راتلو اټکل شوی دی. د اوبو او انرژۍ وزارت نن ویلي؛ چې د روانې غويي میاشتې له ۲۳مې څخه تر ۲۴مې نېټې د هېواد د سیندیزو حوزو په یو شمېر ځایونو کې د اوبو کچې د لوړوالي او د سېلابونو راوتلو اټکل شوی. دغه وزارت وايي، په راتلونکو دوو ورځو کې به د واورو ویلې کېدو او بارانونو ورېدو له امله د (بدخشان، تالقان، بغلان، پنجشیر، غوربند، کابل، لوګر، میدان وردګ، کنړ او لغمان سیندونو) کې د اوبو د کچې د لوړېدو ډېر اټکل شوی دی. په یادو سیمو کې د سیندونو په څندو کې له مېشتو اوسېدونکو غوښتني چې د سیندونو له څنډو څخه د ځاني او مالي زیانونو د مخنیوي په موخه بېځایه شي.
































