د ملګرو ملتونو سازمان د بشري چارو د همغږۍ ادارې (اوچا) عملیاتي رییسې اډېم وسورنو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره کتلي دي. د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې مېرمن وسورنو د هېواد په بېلابېلو برخو کې د وروستیو سېلابونو په تړاو غمرازي کړې او ژمنه کوي چې ژر تر ژره به زیانمنو سیمو ته خپل ټیمونه واستوي. خبرپاڼې همدارنګه لیکلي چې په دې کتنه کې سرپرست وزیر د مرستو په جلب او همغږۍ کې د اوچا له هڅو مننه کړې او زیاتوي په داسې حال کې چې، افغانستان د اقلیم په خرابۍ کې هېڅ ونډه نهلري؛ خو له دغې ښکارندې تر ټولو زیات زیانمن شوی دی.












