د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال ویلي، د هېواد د اقتصادي ودې لپاره یې داسې کار کړی، چې نړۍ هم پرې اعتراف کوي. نوموړي په یو ویډیویي کلیپ کې ویلي، د افغانستان اقتصاد مخ پر وړاندې روان دی او د هېواد د اقتصادي ثبات لپاره یې ټول هغه شرکتونه فعال کړي، چې له منځه تللو سره مخ وو. هغه زیاته کړې، د دولتي شرکتونو په بیا راټولېدو او فعالیدو سره یې له یوې خوا دغه شرکتونه له منځه تلو ژغورلي او له بلې خوا یې د هېواد په اقتصادي وده کې ګامونه اوچت کړي. اقتصادي مرستیال ډاډ ورکړی، چې دولتي شرکتونه به نور هم تقویه کړي، تر څو د اقتصادي پرمختګ او ثبات لپاره په پوره ډول چمتو شي. نوموړي همداراز ویلي، د دولتي شرکتو په بیا فعالیدو سره به د هېواد اقتصاد مخ پر ودې روان شي او هېواد به د ځان بسیاینې په لوري حرکت وکړي.
































