د پروان په مرکز چاریکار کې د واده د مراسمو ۱۰ تنه ګډونوال د ترافیکي پېښې له کبله ټپیان شوي دي. د پروان ولایتي چارواکو ویلي، چې دغه پېښه پرون ناوخته د څلورمې امنیتي حوزې په خواجه سیاران سیمه کې شوې ده. د پروان د امنیې قوماندانۍ ویاند فضل الرحمن مسکینیار ویلي، پېښه هغه وخت وشوه چې یو هینو ډوله موټر چې ورا په کې وه، له سړک واوښت او له یوه دېوال سره ټکر شو. د هغه په وینا، په په لسو ټپیانو کې څلور ښځې شاملې دي.
































