هندي چارواکو ویلي، چې هند به د پاکستان د ګوادر او کراچۍ بندرونو د بدیل په توګه د چابهار بندر له لارې ایران، افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو ته توکي لېږدوي. رویټرز خبري اژانس هم د دغه راپور په خپرولو سره د هندي چارواکو له خولې ویلي چې د منځني ختیځ له سټراټيژیک هېواد ایران سره اړیکې پیاوړې کول غواړي.
































