د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې د بغلان ولایت د وروستيو سېلاب ځپلو ټپیانو د درملې په موخه یې د دې ولایت بورکې ولسوالۍ کې یو روغتیایي کمپ جوړ کړی دی. د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد دې کمپ کې د وړاندې کېدونکو خدماتو د ارزونې او کتنې په موخه بورکې ولسوالۍ ته سفر کړی. د یادونې ده، چې د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال په ګډون یو شمیر نور مسوولین لا هم د بغلان سېلاب ځپلو ته د غوره رسیدنې په موخه یاد ولایت کې دي.
































