طالبان وایي د بین الافغاني مذاکراتو د پیل کره نېټه نه ده په ګوته شوې. د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي همدا چې څلور سوه بندیان ټول خوشي شي نو طالبان تیار دي چې له افغان لوري سره مخامخ مذاکرات پيل کړي. دده په خبره تر اوسه ددغه مذاکراتو د پيل کره نېټه نه ده مشخصه شوې. بلخوا د سولې په برخه کې د ولسمشر یوه سلاکار عزیز الله فضلي بیا ویلي چې دوه ورځې وروسته افغان پلاوی دوحې ته روانېږي او تر هغه وروسته به بین الافغاني مذاکرات پيل شي. دغه راپورونه داسې مهال خپرېږي چې طالبانو تېره ورځ هم له افغان حکومت سره له مذاکراتو ډډه کړې او په خبره یې دوی یوازې له افغاني جهتونو سره غږېږي نه مخامخ له افغان حکومت سره.
































