کابل ښاروالۍ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د ښار اړوند په ۱۳مه ناحیه کې د سړک او کوڅو جوړولو پروژې بشپړې شوې دي. د کابل ښاروالۍ مسوولینو ویلي چې ښاریانو ته د ښاري او سیمه ییزو آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د دیارلسمې ناحیې د ۵، ۶، ۳۰، ۳۷ او ۶۳ ګذر اړوند په چتګر، قلعه صابر، آسیاب بیني، ولیعصر او عرفاني ښارګوټو کې د سړک او کوڅو جوړولو پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. کابل ښاروالۍ له کابل ښاریانو څخه غوښتنه کړې، چې د نویو جوړو شویو سړکونو او کوڅو ساتلو ته پام وکړي ترڅو یې له ژر ویجاړېدو څخه مخنیوی وشي. د یادولو وړ ده، چې یادې پروژې د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته د ۳۴،۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۶میاشتو په موده کې بشپړې شوې دي.
































