د کونړ ولایت ځايي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په څوکۍ او ناړۍ ولسوالیو کې څه باندې ۲۶۲ میلیونه افغانیوپه لګښت ۱۶۲ بېلابېلې پروژې بشپړې او ګټې اخستنې ته سپارل شوې دي. دغه پروژې د افغانستان د ټولنیزملاتړ او معیشت پروګرام په اډانه کې د یونپس ادارې په مالي ملاتړ د ۶ میاشتو په موده کې پلې شوي، چې په کې د کانالونو جوړول او پاکول، سړکونو رغول او بیا رغول، د پلونو جوړول او نورې بېلابېلې رغنیزې پروژې شاملې دي. د یادو پروژو د ګټې اخیستنې مراسمو کې د دغه ولایت د اقصاد ریاست مسوولینو ویلي، چې موسسو ته یې آسانتیاوې برابرې کړي او د نورو مرستندویه ادارو سره په هره برخه کې همکارۍ ته ژمن دي.
































