د سرې میاشتې ټولنې او سره صلیب نړیوال فدراسیون ویلي، چې په افغانستان کې د وروستیو سیلابونو له امله د خلکو بشري اړتیاوې ډیرې زیاتې شوې او دوی سیلاب ځپلو ته د مرستو د چمتوکولو لپاره د بیړني غبرګون د کچې ارزونه کوي. دغه فدراسیون ویلي چې د پسرلي په موسم کې په غیرمعمول ډول د سختو بارانونو اورښت او ورسره سم د سیلابونو د راوتلو له امله د افغانستان د ۳۴ ولایتونو له ډلې ۲۵ ولایتونه ځپلي دي، چې یوازې د بغلان په ولایت کې تراوسه د نږدې ۲۰۰ کسانو د مړینې خبر ورکړل شوی دی. همداشان د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې نړیوال فدراسیون ویلي چې دغو سیلابونو د زرګورنو کسانو کورونه په اوبو لاهو کړي، چې له امله یې اوس هغوی بې کوره شوي دي. دغه فدراسیون د نړیوالې ټولنې څخه د سیلاب ځپلو سره د مرستې د برابرولو لپاره په بیړني د پنځه میلیونو فرانکو د بودیجې د چمتو کولو غوښتنه کړې ده.











