د ټولګټو چارو وزارت ویاند وایي، د خوست – پکتیا لویه لار چې د خوست ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د غر ښویېدنې له امله د تګ راتګ لپاره تړل شوې وه بېرته پرانیستل شوه. نوموړي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د دغه ولایت د ټولګټو چارو ریاست هڅه کوي چې دغه لویه لار ژر تر ژره په پشپړه توګه پاکه کړي. دغه لاره پرون د غر ښویېدنې له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوې وه.












