د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، چې د ننګرهار ولایت د لومړۍ ناحیې اړوند د یوه استنادي دېوال د جوړېدو چارې د ۲۷۳ زره او ۸۳۴ آمریکایي ډالرو په لګښت پیل شوې دي. د نوموړې پروژې د چارو په پرانیستغونډه کې د یو این هبیتات ادارې استازي عبدالحق وویل چې دغه استنادي دېوال ۹۴۲ متره اوږدوالی لري، چې د ننګرهار سیندیزې حوزې او د جلال آباد ښاروالۍ تر چتر لاندې پلې کېږي او چارې به یې د څلورو میاشتو په موده کې بشپړې شي. د دغې پروژې د چارو په بشپړېدو سره به د جلال آباد ښار د پنډغالو، قصبې، اتحاد مېنې، ارباپانو، بابړیانو، چشمه خانجي او یو شمېر نورې سیمې د سیند د اوبو له ګواښ څخه خوندي شي.
































