د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د سپین بولدک له لارې نږدې سل کورنۍ په جبري توګه له پاکستانه راستنې کړل شوې. دغه وزارت په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې پرون ۵۴۰ تنه افغان کډوال په جبري توګه له پاکستانه راستانه کړل شول. د کندهار د سپین بولدک د سرحدي امریت د معلوماتو له مخې لیکلي، چې ۹۸ کورنۍ چې د غړو شمیر ۵۴۰ تنو ته رسیږي په جبري توګه له پاکستانه راستنې شوې. د کډوالو وزارت وايي، له پاکستانه په جبري توګه تازه راستنې شوې کورنۍ یې تر نوم لیکلنې وروسته د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ او د خوړو او کډوالۍ نړېوال سازمان ته ورپيژندلي دي.
































