په ننګرهار ولایت کې د تورخم کمېسارۍ مسوولین وايي، چې د تورخم فرضي کرښې دروازه تر درې ورځني موقت ځنډ او تړل کېدو وروسته بېرته د مسافرو د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوه. مسوولین زیاتوي، چې دغه ه دروازه د پاکستاني اړخ له لورې خپلې نوې ودانۍ ته د دفترونو انتقال په موخه تړل شوې وه. د معلوماتو له مخې دغه لویه لارد تېرې جمعې په ماښام د دریېو ورځو لپاره په موقت ډول تړل شوې وه چې نن سهار د مسافرو د تګ راتګ پرمخ پرانیستل شوه.
































