ننګرهار کې د لومړي ځل لپاره د شکرې ناروغۍ د تشخیص او کنټرول روغتیايي مرکز پرانیستل شوی. د ننګرهار د عامې ریاست مسوولین وايي، په تېرو دوو میاشتو کې په دې روغتیايي مرکز کې، د شاوخوا ۸۰۰ ناروغانو تشخیص او درملنه کړې او پلان لري، چې د مرستندویه بنسټونو په همکارۍ دا مرکز لا مجهز کړي. د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست د معلوماتو پر بنسټ د شکرې ناروغۍ یاد مرکز په ۱۴۰۱ لمریز کال کې جوړ شو، چې د امکاناتو او پرسونل نشتوالي له امله غیر فعاله و. د مسوولینو په خبره د دغه روغتیايي مرکز ځينې وسایل د ایران حکومت له لوري ورکړل شوي، او همداراز یاد هېواد کې د شکرې ناروغۍ د تشخیص په موخه یوې ۱۲ کسیزې ډلې ته ۶ میاشتنۍ روزنه هم ورکړل شوې ده.
































