د لوګر د پوهنې ریاست چارواکي وایي چې د پوهنې وزارت له لوري په مرکز پلعلم او یو شمېر لرې پرتو ولسوالیو کې د طبیعي پېښو او جګړو له امله ویجاړ شوي ښوونځي بیارغوي. د یاد ولایت د پوهنې ریاست ویاند شاهپور عرب وايي، چې د یادو ښوونځيو د بیارغونې سروې نن پیل شوه او په یوه اونۍ کې به بشپړه شي. نوموړي زیاته کړه، یادو ښوونځیو له سروې بشپړېدو سره سم به یې د بیارغونې عملي چارې پيل شي. عرب زیاته کړه، مرکز پلعلم او لرو پرتو ولسوالیو کې اوس شاوخوا ۶۰ نور ښوونځي هم بیارغونې ته اړتیا لري.











